د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په قومي تعمير نو كښې د مېرمنو د كردار ستائنه

پنډۍ ۔ 8 مارچ (اے پی پی) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په قومي تعمير نو كښې د مېرمنو د كردار ستائنه كړې ده۔ د آئي اېس پي آر ډي جي بابر افتخار د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر خپل يو ټويټ كښې د پاك پوځ مشر بيان حواله وركولو سره ووئيل زمونږ سلام د پاكستان هغه ټولو مېرمنو ته دې كومو چې د ټولنې د ټولو طبقو په قومي تعمير كښې مهم كردار ترسره كړې دې۔ زمونږ په بهادرو مېندو ٬ خوېندو او لونړو او په خاص توګه زمونږ د شهيدانو په كورنيو او پاك پوځ كښې د خذمات په ترسره كوؤنكو مېرمنو زمونږ قوم ته وياړ دے