د پاكستان محمد شعېب د سيد دلاور عباس مېموريل آئي ټي اېف پاكستان جونيئر چېمپئن شپ وګټلو

اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د پاكستان محمد شعېب د سيد دلاور عباس مېموريل آئي ټي اېف پاكستان جونيئر چېمپئن شپ وګټلو. په فائنل كښې د پاكستان محمد شعېب د تركمانستان لوبغاړي آئيار ګوكلپ ته ماتې وركولو سره ټائټل په خپل نوم كړو. د فائنل په دستوره كښې خاص مېلمه د اطلاعاتو او خپرونو سېكتر اكبر حسېن دراني و كوم چې لوبغاړو ته انعامات وركړل.