د پاتې شوو پاکستانيانو هېواد په راستنولو د امارات ايئر لائنز مننه كوٶ۔ د وزيراعظم عمران خان ټويټ

اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په متحده عرب امارات كښې د پاكستانيانو هېواد ته په راستنولو د امارات ايئر لائنز انتظاميې مننه كړې چا چې فلائي دوبئۍ سره په ګډه په دې لړ كښې آسانۍ وركړي۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل مونږ په آمارات ايئر لائنز كښې د خپلو دوستانو مننه كوٶ چا چې فلائي دوبئۍ سره په ګډه په يو اے اي كښې محصور پاکستانيان هېواد ته راستنولو له آسانۍ وركړي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان او متحده عرب امارات د دوستۍ شريك تاريخ لري