د وزيراعظم عمران خان د ډي جي خان سېنټرل كمانډ روم دوره

APP47-18 DG KHAN: March 18 - Prime Minister Imran Khan receiving briefing on quarantine measures taken for Zaireen. APP

ډېرہ غازی خان ۔ 18 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د شورؤ په ورځ ډي جي خان كښې د جوړ كړې شوي سنېټرل كمانډ روم دوره وكړه چرته چې ده ته د زائرينو راتلو ٬ د كورونا وائرس حوالې سره سكريننګ ٬ استوګنې او د خوراك څښاك انتظاماتو په شمول د بېلو ګامونو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ډي جي خان كښې د قرنطينه مركز دوره وكړه او زائرينو څخه ئې ددوئي خېريت وپوښتلو۔ زائرينو د وزيراعظم په راتلو د خوشحالۍ او د آسانيو په رسنه د اطمينان څرګندونه وكړه۔ په دې مهال د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار ٬ روغتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا ٬ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال معيد يوسف او شهباز ګل هم موجود