د هېلت پروفېشنلز حفاظت زمونږ تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ اولس كورونا وائرس څخه بچ كولو له تندۍ سره ګامونه پورته كوؤ۔ ډاكټر ظفر مرزا

اسلام آباد ۔ 28 مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي د هېلت پروفېشنلز حفاظت زمونږ تر ټولو اولنۍ ترجيح ده۔ اولس كورونا وائرس څخه ساتلو له تندۍ سره بېړني ګامونه پورته كوؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ پمز روغتون كښې د كورونا وائرس رنځورانو لپاره د جوړ كړې شوي ايسولېشنن رومز دورې كولو په موقعه وكړه۔ ده رنځورانو سره ملاقات وكړو او د دوئي تپوس پوښتنه ئې وكړه۔ ده ووئيل اولس كورونا وائرس څخه ساتلو له تندۍ سره بېړني ګامونه پورته كوؤ۔ ده ووئيل د هېلت پروفېشنلز حفاظت زمونږ تر ټولو اولنۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل هېلت پروفېشنلز زمونږ د فرنټ لائن وركرز او اتلان دي۔ ده وئيل هلېت پروفېشنلز له زيات مقدار كښې د حفاظتي آلاتو رسنه باوري كوؤ