د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع به د ټين پن باؤلنګ سيالۍ كېږي

اسلام آباد 05 مارچ (اے پی پی) د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع به د ټين پن باؤلنګ سيالۍ د پېنډۍ په لېټرر سټی کلب جناح پارك كښې كېږي۔ په دې لړ كښې ايونټ تيارنې روانې دي او ايونټ كښې د اسلام آباد میډیکل اېنډ ډېنټل کالج، یسرا میډیکل کالج اسلام آباد او فاطمه جناح یونیورسټی (پېنډۍ) مېرمنې برخه اخلي۔ د ایونټ د پايې دستوره كښی به د بېن الصوبائي رابطې وفاقي وزيره ډاكټر فهميده مرزا او د پاكستان سپورټس بورډ ډي جي آمنه عمران خان د خاص مېلمنې په حېث ګډون كوي۔ په دغه مهال به د كاميابو لوبغاړو ترمينځھ انعامونه او سندونه وېشلې شي