د مېرمنو سپورټس فېسټېول به ﴿نن﴾ پېل كېږي

اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د پاكستان سپورټس بورډ تر سيوري لاندې د مېرمنو سپورټس فېسټېول به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په پاكستان سپورټس كمپلېكس اسلام آباد كښې پېل كېږي. د آرګنائزنګ كمېټې چيئرمېن او ډپټي ډائرېكټر جنرل ﴿ټېكنيكل﴾ محمد اعظم ډار له مخې ايونټ لپاره ټول انتظامات شوي دي. په ايونټ كښې به يوولس بېلا بېل ډول لوبې كولې شي چې پكښې ټېنس، هاكي، تائيكوانډو، نېټ بال، بېس بال، ټېبل ټېنس، والي بال، جوډو، سوئمنګ، فټ بال او د سوكر فټ سال مقابلې شاملې دي.