د ملتان سلطانز او كوئټه ګلېډي اېټرز ترمينځه د پي اېس اېل 25 م مېچ نن كېږي

اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ ترسېوري لاندې په روان 5م اېچ بي اېل پاكستان سپر ليګ 2020ء كښې نن د شورؤ په ورځ د ملتان سلطانز او كوئټه ګلېډي اېټرز لوبډلو ترمينځھ مېچ قذافي سټېډيم لاهور كښې كېږي۔ دا مېچ به د شپې 7 بجې پېل كېږي۔ د تفصيلات له مخې د اېچ بی اېل پاکستان سپر لیګ 2020ء مېله روانه ده او د كركټ مينه وال د ښه كركټ كتلو نه خوندونه اخلي۔ د لیګ 25 م مېچ (نن) د شورؤ په ورځ د ملتان سلطانز او كوئټه ګلېډي اېټرز لوبډلو ترمينځھ قذافي سټېډيم لاهور كښې كېږي۔ د كوئټه ګلېډی اېټرز لوبډله د سرفراز احمد په مشرۍ كښې او د ملتان سلطان لوبډله د شانه مسعود په مشرۍ كښې مېدان ته دانګي