د كراچي کنګز او لاهور قلندرز په مېچ كښې به مائيكل ګف او احسن رضا اېمپائرنګ كوي

پېنډي 11 مارچ (اے پي پي) د پاکستان سپر ليګ سيزن فائيو كښې به (نن) د زيارت په ورځ د كراچي کنګز او لاهور قلندرز په مېچ كښې به مائيكل ګف او احسن رضا اېمپائرنګ كوي۔ د پي سي بي له مخې په 26م مېچ كښې به د تهرډ اېمپائر وظيفه راشد رياش ٬ فېصل خان د فورته اېمپائر او روشن ماهانامه به د مېچ رېفري ذمه وارۍ ترسره كوي ۔ مېچ به ماښام 7 بجې د كراچۍ په نېشنل لوبغالي كښې كېږي