د شهبازشريف د مخالفې ډلې نورو مشرانو سره ټېلي فوني تماس

اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر او د مخالفې ډلې مشر د شهبازشريف د مخالفې ډلې نورو مشرانو سره ټېلي فوني تماس نيولو سره د پارلمنټري ريليف مانيټرنګ كمېټۍ په جوړولو مشاورت كړې۔ د مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزېب له مخې شهباز شريف د مولانا فضل الرحمن پشمول د جماعت اسلامي امير سراج الحق، محمود خان اچکزئي، آفتاب شېرپاوَ او سناتور مير حاصل خان بزنجو سره هم ټېلي فوني خبرې كړې او د خبرو اترو په مهال ئې د پارليمنټري ريليف مانيټرنګ كمېټې په جوړولو مشاورت كړې۔