د سوئېلي افريقې لوبډله به په 12 مارچ د هند دوره كوي٬ پروټيز به د دورې په مهال د هند په ضد د درې ون ډے نړيوال ميچونو سيريز كوي

جوهانسبرګ 09 مارچ (اے پی پی)د كركټ سوئېلي افريقې اعلاميې له مخې سوئېلي افريقې لوبډله به مارچ كښې د هند دوره كوي۔د پروټيز ډله به د هند دورې په مهال درې ورځنۍ نړيوال ميچونو پشمول سيريز كوي۔د سوئېلي افريقې ډله به د هند دورې په پیل په 12 مارچ وړومبې ون ډے انټرنېشنل ميچ كوي۔ميچ به پھ هما چل پردېش كركټ ايسوسي اېشن سټيډيم دهرم شاله كښې كېږي۔ د دواړو ډلو ترمينځه دويم ون ډے ميچ به په 15 مارچ د هند رتنا شري اټل بهار واجآني ايكانه كركټ سټيډيم اكهنئو كښې كېږي دغسې دريم او آخري ون ډے به په 18 مارچ ايډن ګارډنز كولكته كښې كېږي۔