د سوئيلي افريقې او آسټرېليا ترمينځه دويم يو ورځنې نړيوال كركټ مېچ ﴿نن﴾ كېږي

بلوم فونټېن 03 مارچ (اے پی پی) د سوئيلي افريقې او آسټرېليا كركټ لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځني نړيوالو مېچونو سيريز دويم مېچ ﴿نن﴾ د شورؤ په ورځ مانګوانګ اوول، بلوم فونټېن كښې كېږي۔ پروټیز لوبډلې ته د آسټرېليا په ضد د درې مېچونو سيريز كښې تر دې دمه د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ كوربه لوبډلې كېنګروز ته اولني مېچ كښې 74 رنزونو سره ماتې وركړې وه۔ دې نه وړاندې مېلمه لوبډلې د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز كښې كوربه لوبډلې ته 2-1 سره ماتې وركړې وه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځھ درېم او وروستې يو ورځنې نړيوال مېچ به د مارچ په 7 مه نېټه سینویس پارک، پوچیفسټروم كښې كېږي