د خېبر پختونخوا رېډيو براډكاسټرز فورم كابينې اعلی وزير محمود خان ته د براډكاسټرز هم ريليف پېكج كښې د شاملولو خواست

پېښور ۔28مارچ (اے پی پی) د خېبر پختونخوا رېډيو براډكاسټرز فورم كابينې اعلی وزير محمود خان او د اطلاعاتو صلاحكار اجمل وزير ته خواست كړې دې چې براډکاسټرز دې هم ريليف پېكج كښې شامل كړې شي۔ خبريالانو سره سره د كورونا وائرس په ضد جنګ كوؤنكي براډكاسټرز هم ريليف پېكج كښې شاملول د وخت مهمه غوښتنه ده۔ د خېبرپختونخوا رېډیو براډکاسټرز فورم دوهم صدر امين مشال او عمومي سېكتر افسر الملك افغان ووئيل چې د براډکاسټرز لسټ د خېبر پختونخوا رېډیو براډکاسترز فورم نشریاتی ادارو مالكانو او مديرانو مشاورت څخه وروستو وړاندې كېدې شي