د بلوچستان حكومت د كورونا وائرس خپرېدو اندېښنه نظر كښې نيولو سره د صوبې زندانونو او جوډيشل لاك اپ كښې د بنديوانو سزا كښې د درې مياشتو رعايت كړې۔ د رعايت اطلاق به سنګين جرمونو كښې په ككړو مجرمانو نه كېږي۔ داخله محكمې نوټيفكېشن جاري كړو

کوئټه ۔29 مارچ ( اے پی پی) د بلوچستان حكومت د كورونا وائرس خپرېدو اندېښنه نظر كښې نيولو سره د صوبې زندانونو او جوډيشل لاك اپ كښې د بنديوانو سزا كښې د درې مياشت رعايت وركړې دې۔ د رعايت اطلاق به سنګين جرمونو كښې په ككړو مجرمانو نه كېږي۔ د داخله محكمې نوټيفكېشن له مخې د بلوچستان حكومت د كورونا وائرس خپرېدو اندېښنه نظر كښې نيولو سره د صوبې زندانونو او جوډيشل لاك اپ كښې د بنديوانو سزا كښې د درې مياشتو رعايت وركړې دې۔ ددې رعايت اطلاق به تخريب كارۍ ٬ رياست مخالف سرګرميانو ٬ بېنك شوكولو او د رېپ په ډول سنګينو جرمونو كښې په ككړو مجرمانو نه كېږي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د بلوچستان په زندانونو كښې د بنديوانو شمېره نزدې 21 سوه ده