د ایران سپریم لیډر د 10 زره بنديوانو د بخښلو اعلان وكرو

تهران 19 مارچ (اے پی پی) د ایران سپریم لیډر آیت اللہ علی خامنه ای د هېواد په زندانونو كښې بنديوان د 10 زره كسانو بخښلو اعلان كړې۔ د المان نشریاتی ادارې له مخې د عدلیې وياند غلام حسین اسماعیلی وئيلي دي په دې كښې داسې بنديوان هم شامل دي، كوم چې د امنيت په اړه تورونو سره مخ كښې وؤ۔ د بنديوانو د بخښلو دا حکم نامه د ايران نوې كال نوروز په موقع جاری کړې شوې۔ په بيلو موقعو د ایران سپریم لیډر د بنديوانانو د خوشې كولو اعلان كړې۔ تير كال هم ده د 1979ء انقلاب 40مې سالګرې په موقع د 50 زره څخه زياتو بنديوانو د خوشې كولو امر كړے ؤ