د آئي اېم اېف د منيجنګ ډائريکټرې کرسټلينا جارجيويا بيان

اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) وئيلي دي د پاکستان حکومت د فنډ رېپيډ فنانسنګ انسټرومنټ له مخې د مالي معاونت خواست كړې ٬ د آئي اېم اېف ډله د پاكستان حكومت په خواست عاجلانه كار كوي دغسې چې زر تر زره د آئي اېم اېف انتظامي بورډ ته منظورۍ لپاره وړاندې كړې شي، پاکستان ته په بيړنو بنيادونو د مالي مرستې وركولو سره به حكومت ته ادائيګو كښې توازن او ضروري ادائيګو او د هېواد د ځپلې شوو په وخت او آسانۍ سره فنډز وركولو له مرسته ترلاسه شي۔ تېره ورځ په جاري شوي بيان كښې د آئي اېم اېف منيجنګ ډائريکټرې کرسټلينا جارجيويا ووئيل د پاكستان چارواكي د اقتصادي چېلنوجو مخنيوي لپاره د اصلاحاتي پروګرام په لړ كښې هڅې روانې ساتلې خو د كرونا وائرس د تباه كن اثراتو او د دغې په نتيجه كښې خراب نړيوالې اقتصادي او مالياتي وضعې له امله د اصلاحاتو پېشرفت خطر سره مخ شوې ۔ دې ووئيل وزيراعظم عمران خان او د ھغه حكومت د كرونا وائرس وباء مخنيوې او د دغې په نتيجه كښې د ځپلې شوو وګړو او كاروبار لپاره د اقتصادي مرستې د پېكج منظوري وركړې ده، دغسې مركزي بانك په وخت ګامونه پورته كړې كومو كښې چې د سود په شرح كښې كمې ، د سرمايې بيعې لپاره نوې قرض وركول او د ضابطې كاروائيو كښې عارضي رعايت وركول شامل دي۔ دې ووئيل دې هلو ځلو ته وده وركولو او اولس او معيشت ته مناسب ريليف وركولو لپاره د پاكستان حكومت فنډ ريپيډ فنانسنګ انسټرومنټ (آراېف آئي) له مخې د مالي معاونت خواست كړې ۔ کرسټلينا جارجيويا ووئيل دې سره سره پاكستانو چارواكو د آئي اېم اېف د پراخه فنډ سهولت له مخې د اصلاحاتو پروګرام روان ساتلو له د عزم پخلې كړې كوم چې د پاكستان اقتصادي شرح نمو د زياتولو امكاناتو لپاره د اهميت وړ دے او د دي خواږه به د پاكستان په خاص توګه د ټولنې بې وسه طبقو ته ورسي۔ دې ووئيل آئي اېم اېف به د پاکستان اقتصادي او د ډھانچه جاتي اصلاحاتو پروګرام په عملي كولو كښې هر ډول مرسته باوري كوي