د امریکې عسكر به هېواد كښې دننه هم مزل نه كوي

واشنګټن 14 مارچ (اے پی پی) د امریکې پوځ وئيلي چې د امريكې په پوځي اهلكارو په هېواد كښې دننه په مزل هم بنديز لګولې كېږي۔ د دفاع محکمې له مخې د دې اقدام مقصد عسكرو كښې د كرونا نوې وائرس ممکنه انفیکشن مخنيوې كول دي۔ دې څخه وړاندې پینټا ګون د عسكرو او د هغوي په كورنيو د بهر هېوادونو په مزل هم بنديز لګولې ؤ، دغسې چې په پوځ د دې نړيوالې وبا اثرات کم وي۔