د افغانستان او آئرلېنډ ترمينځھ اولنې ټي ټونټي نړيوال كرېكټ مېچ نن كېږي

نوې ډيلې 5 مارچ (اے پي پي) افغانستان به روانه مياشت هند كښې د آئرلېنډ په ضد د هوم سيريز كوربتوب كوي۔ ددواړ لوبډلو ترمينځھ به د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز كولې شي۔ د افغانستان او آئرلېنډ ترمينځھ اولنې ټي ټونټي نړيوال كرېكټ مېچ نن د روانې مياشتې په 6مه نېټه ګرېټر نوئیډا سټورټس کمپلیکس ګراؤنډ، ګرېټر نوئیډا كښې كولې شي۔ دويم مېچ به د روانې مياشتې په 8 مه نېټه او درېم او وروستې مېچ به په 10 مه نېټه كولې شي۔ د سيريز دا درې واړه مېچونه به ګرېټر نوئیډا سټورټس کمپلېکس ګراؤنډ، ګرېټر نوئیډا كښې كولې شي