د اسلام آباد مېرمنو د فټ سال چېمپیئن شپ سيالۍ (نن) كېږي

اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی) د اسلام آباد فټ سال اېسوسی اېشن ترسېوري لاندې او د پاکستان سپورټس بورډ په مرسته د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع د اسلام آباد مېرمنو فټ سال چېمپیئن شپ سيالۍ (نن) د اتوار په ورځ د مارچ په 8مه نيټه پاکستان سپورټس کمپلېکس اسلام آباد روډھم هال كښې كېږي۔ د اسلام آباد فټ سال اېسوسی اېشن صدر رانا تنویر احمد وئيلي دي چېمپیئن شپ كښې به د اسلام آباد تر ټولو غوره دولس لوبډلې برخه اخلي او دا چېمپیئن شپ به د ناک آؤټ سسټم په بنياد كولې شي ۔