د احساس اېمرجنسي کېش پروګرام له مخې به كرونا وباء څخه په سماجي او معاشي توګه ځپلې شوو نورو 30 لكه كسانو ته د مرستې روپۍ وركولې شي۔ د احساس پروګرام ذريعې

اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د احساس اېمرجنسي کېش پروګرام پلان له مخې به كرونا وباء څخه په سماجي او معاشي توګه ځپلې شوو نورو 30 لكه كسانو ته د مرستې روپۍ وركولې شي۔ د احساس پروګرام ذريعو له مخې د قامي معاشي او سماجي سروے د لارې به ھغه نور 30 لکه ځپلې په ګوته كولې شي د كومو آمدن چې د شلو زرو نه كوم وي او اوس د كرونا وائرس د پېدا شوې صورتحال له امله دوي بې روزګارۍ او معاشي مسئلو سره مخ كېږي ٬ د دې كسانو به د احساس پروګرام له مخې مرسته كولې شي٬ په دوه اوونيو كښې به د اېس اېم اېس كمپائن پېل كولې شي دغسې چې ھغه ځپلې هم د احساس د مرستې په پېكج كښې شامل كړې شي د كومو كوائف چې تراوسه موجود نه دي او د اېس اېم اېس د لارې د ترلاسه شوو درخواستونو جانچ پړتال به ضلعي انتظاميه كوي او د دې كمپائن له مخې به 25 لکه ځپلې په دې پروګرام كښې شاملولې شي