دارو درمل د حضرت محمدۖ سنت دي

اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزيرپير نور الحق قادري د كرونا وائرس نړيوالې وباء څخه د پېدا شوې وضعې له مخئ د وګړو مفاد باوري كولو لپاره په عالمانو او مشائخو زور رواړې چې د كرونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره څه وخت لپاره مذهبي اجتماعات موخر كړي۔ د ګل په ورځ خپل وېډيو پېغام كښې وفاقي وزير په دې خبره زور رواړو چې د جمعې اجتماعات دې مختصر كړې شي او ماشومان او سپين ګيرو له د جمعې لمانځ كولو لپاره جوماتونو ته تلل نه دي پكار ۔ ده ووئيل حكومت د كرونا وائرس صورتحال مخنيوي لپاره كوټلې ګامونه پورته كوي اوپه دې لړ كښې د ېرېدو ضرورت نشته۔ ده ووئيل د مسلمان په توګه مونږ له الله پاك ته رجوع كول پكار دي او دا دعا وكړو چې لوي څښتن مونږ د دې مصيبت او وباء نه محفوظ وساتي ۔ پير نور الحق قادري ووئيل علاج كول د حضرت محمدۖ سنت دي