خپلو كورونو ته لاړ شۍ د دبئۍ پوليس د ډرون د لارې اعلان

دبئۍ 26 مارچ (اے پي پي) د دبئۍ پوليس د كرونا وائرس خپرېدو مخنيوي له ځائي وګړو او غېر ملكيانو ته خبردارے وركولو لپاره د ډورنز كارول پېل كړي ۔ د العربيه ټي وي له مخې د دبئۍ وګړي او غېر ملكيان خبردارولو لپاره پوليس د ډرون د لارې اعلانونه كوي چې زر تر زره خپلو كورونو ته ستانه شئ او په سړكونو او په پبلك ځايونو تر نظره نه شې ۔ د دبئۍ پوليس په سړكونو ګزمه كوي۔ پوليس خبردارې وركړې چې كه يو وګړي يا غېر ملكي كس د كرونا وائرس په اړه د سېكورټي يا د صحت چارواكو د هداياتو پابندي اونه كړه يا ئې په حفاظتي تدبيرونو پسې ټوقې وكړې نو د دوي په ضد به سخته كاروائي كولې شي