تر اپرېل مياشت به مونږ سره ډاكټرانو او د طبي عملې لپاره حفاظتي سامان موجود وي۔ ډاكټر ظفر مرزا

اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي تر پنځم اپرېل به مونږ سره ډاكټرانو او د طبي عملې لپاره حفاظتي سامان موجود وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خبري كنفرنس په مهال وكړه۔ ده ووئيل د صحت په اړه مونږ ډاکټر فيصل سلطان هم پخپله ډله كښې شامل كړې ٬ د كرونا په اړه فوكل پوائنټ جوړې كړې شوې او مونږ به ټول د ھغه د پوهې نه ګټه پورته كولو سره په ښه ډول كار كوٶ۔ ده ووئيل په قامي كچه د طبي عملې د تربيې پروګرام به هم ډېر زر پېل كړو چې ورسره به ھغوي د رنځورانو او د خپل خيال په ښه ډول د ساتلو جوګه شي۔ په يو مياشت كښې وړومبې هدف پنځه زره طبي عمله تربيه كول دي ۔دا مهال وباء ګرده نړۍ كښې خپره شوې۔ ده ووئيل پنځه لكه كېسونه راپور شوي او يو لك 15 رنځوران ښه شوي۔ ده ووئيل نېشنل كرونا وائرس ډېش بورډ جوړ كړې شوې په كوم چې به مستند شمېره ترلاسه كېدې شي۔