بين الصوبائي نېټ بال چېمپئن شپ به ﴿نن﴾ پېل كېږي

اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د پاكستان نېټ بال فېډرېشن تر سيوري لاندې بين الصوبائي نېټ بال چېمپئن شپ به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په پاكستان سپورټس كمپلېكس حميدي هال كښې كېږي. د پاكستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر له مخې په چېمپئن شپ كښې به شپږ نارينه او زنانه لوبډلې برخه اخلي چې پكښې د سندھ، پنجاب، خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان، اسلام آباد او آزاد كشمير لوبډلې شاملې دي.