بابر اعظم پی اېس اېل كښې 345 رنزونو سره په وړومبي لمبر دے

پېنډی۔ 16 مارچ (اے پی پی) د پی اېس اېل فائیو لیګ سيالو كښې د كراچي كنګز اوپنګ بېټمسمېن بابر اعظم د بېټنګ په مېدان كښې تر ټولو وړاندې تللې ۔ په 9 اننګز كښې د 49.28 اوسط سره هغه 345 رنزونه جوړولو سره ټول وروستو پرېښي۔ د لاهور قلندرز کرس لېن په دويم او بېن ډنك په درېم لمبر دے۔ باؤلنګ كښې د كوئټه ګلېډی اېټرز محمد حسنېن تر ټولو زيات كسانو آؤټ كولو سره د خپل صلاحيت څرګندونه كړې ۔ د لاهور قلندر كرس لېن 8 اننګز كښې 284 رنزونو جوړولو سره په دويم او هم ددغې لوبډلې بېن ډنك 266 رنزونو سره په درېم لمبر دے۔ باؤلنګ كښې د كوئته ګلېډي اېټرز محمد حسنېن د غوره باؤلنګ څرګندونه كولو سره په 9 مېچونو كښې 15 كسان آؤټ كولو سره اولنې ٬ د لاهور قلندر شاهين آفريدي 13 كسان آؤټ كولو سره دويم او د پېښور زلمي وهاب رياض د 11 كسانو په آؤټ كولو درېم لمبر راغلې