اټاليا كښې د كرونا وائرس له امله 8215 كسان مړه شوي، د ځپلې شوو كسانو شميره 80,589 ته ورسيده

روم 27 مارچ (اے پی پی) اټاليا كښې تر اوسه د كرونا وائرس له امله تباہي روانه ده،د چین نه پس تر ټولو زيات ځپلې هيواد اټاليا كښې په يوه ورځ كښې 712 كسان مړه شوي ۔دې نه پس د مړو شميره 8 زره څخه زياته شوي ٬دغسې د ځپلې كسانو شميره 80 زره 589 ته رسيدلې ده۔ د اټاليا خبر رسنې ادارې له مخې د اټاليا حکومت د اړخه تيرو څو ورځو راهسې هيواد كښې لاك ډاؤن هم روان دے خو بيا هم په کرنا وائرس قابو نه موندلې كيږي۔ اټاليا كښې د تيرو درېو ورځو په مهال د مړو شميره كښې كمې رامخې ته شوي ؤ چې له امله ئې اروپائي هيوادونو كښې په كرونا وائرس قابو موندلو امید ښكاره شوې ؤ ۔خو تيره ورځ يو ځل بيا په اټاليا كښې د كرونا وائرس له امله نور 712 كسان مړه شوي چې ورسره هلته د مړو مجموعی شميره 8 زره 215 ته رسيدلې ده۔د نړۍ په 198 هيوادونو كښې د کرونا وائرس له امله د مړو شميره 24 زره څخه زياته شوې دغسې د دې وباﺀ له امله د ځپلې شوو كسانو مجموعي شميره 5 لاكهه 50 زره ته رسيدلې ده