امريکا او پاکستان د صحت نړيوالې مسئلې خاتمې لپاره شراكت دار دي۔ د امريكې سفير پال جونز

اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) پاکستان كښې د امريکې سفير پال جونز خپل وېډيو پېغام كښې وئيلي دي امريکا او پاکستان د صحت نړيوالې مسئلې خاتمې لپاره شراكت دار دي ۔ د امريكائي سفارت لخوا جاري وېډيو پېغام كښې سفير وئيلې دي امريکا پاکستان سره په نوې ټېكنالوجيز او د وسائلو د لارې شراكت د پراخه كولو عزم لري دغسې چې د صحت د نړيوالې مسئلې خاتمه د شريكو هلو ځلو د لارې وكړې شي۔ ده ووئيل د كرونا وباء په اوسنۍ وضعه كښئ پاکستان په ترجيحي هېوادونو كښې شامل دے او مونږ پاكستان كښې د كرونا وائرس په ضد هلو ځلو لپاره يو مېليون ډالره فنډ وركړې او جديد لېب او اېمرجنسي آلاتو لپاره به نور يو مېليون ډالره وركوٶ۔ ده ووئيل پاكستان او امريكا د صحت د نړيوالې مسئلې خاتمې له د اوږدې مودې شراكت دار دي۔