افغانستان، قندوز او غور ولايتونو كښې د طالبانو لخوا د امنيتي ځواكونو په پوستو بريدونه ، نښتې، د طالبانو د يو مشر پشمول لس كسان او 5 سرتېري مړه

کابل 26 مارچ (اے پي پي) د افغانستان په قندوز او غور ولايتونو كښې د طالبانو لخوا د امنيتي ځواكونو په پوستو بريدونه او د نښتو په نتيجه كښې د طالبانو د ضلعي مشر پشمول لس طالبان او 5 سرتېري مړه شوې دي ۔ د چين خبري اژانس له مخې د صوبائي كونسل چيئرمېن محمد يوسف ايوبي وئيلي دي د شمالي قندوز ولايت د امام صاحب اولسوالۍ په نوا آباد سيمه كښې تېره شپه طالبانو په امنيتي پوسته بريد او نښته كښې پنځه سرتېري مړه ٬ درې ژوبل او شپږ بې دركه شوې دي او په دې نښته كښې يو شمېر عسكريت خوښې هم مړه شوي۔ افغان ملي اردو وئيلي دي بله پېښه په غور ولايت كښې رامخې ته شوې چرته چې په دوالتيار اولسوالۍ كښې طالبانو په امنيتي پوسته بريد كړې٬ د افغان فضائي ځواك په ځوابي كاروائۍ كښې لس طالبان مړه او يو شمېر ژوبل شوي دي