اسلام آباد كښې د كورونا وائرس ټول رنځوران 26 دي۔ د 10 عمر 50 كلونو څخه زيات او د 20 كالو نه د كم عمر رنځور يو هم نشته

اسلام آباد ۔ 28 مارچ (اے پی پی) د اسلام آباد دوهم كمشنر حمزه شفقات وئيلي دي اسلام آباد كښې د كورونا وائرس ټول رنځوران 26 دي۔ د 10 عمر 50 كلونو څخه زيات او د 20 كالو نه د كم عمر رنځور يو هم نشته۔ د خالي په ورځ خپل ويډيو پېغام كښې دوهم كمشنر ووئيل په اسلام آباد كښې چې كوم 26 رنځوران دي په دوئي كښې 50 فيصده هغه دي كوم چې انګلېنډ او سعودي عربستان څخه راغلي دي۔ د انتظامیه هڅو سره كورونا وائرس اسلام آباد كښې په ځائې كچه خپرېدو ته پرېښودلې شوې نه دي۔ ده ووئيل دلته سرویلنس ډله كار كوي۔ مونږ سره درې كورن ټائن مركزونه دي۔ ده ووئيل په چك شهزاد او شهزاد ټاؤن كښې سرویلنس ډلې كار كولو سره په كورونا قابو موندلې دې۔ د اېچ نائن په كچي آبادۍ كښې د كورونا يو كېس رامخې ته شو دغه سيمه مو بنده كړه۔ ده ووئيل مونږ بهاره كهو كښې چېلنج سره مخ وو دغلته څو ورځې وړاندې 16 كېسونه رامخې ته شوې وو او اوس د لوئے څښتن فضل دې شمېره هم دغه 16 ده۔ ده ووئيل زمونږ هېلتھ انفراسټرکچر به مضبوط شي او د اېن ډي اېم اے لخوا به مونږ ته د ټېسټنګ كولو آسانۍ ترلاسه شي او دغسې په ټولو چارو به قابو ومومو۔