پینټاګون بهر هيوادونو كښې تر 60 ورځو د امريكائي عسكرو د تګ راتګ مخنيوي احکامات جاری کړل

واشنګټن 26 مارچ (اے پی پی) د امریکې د دفاع وزير مارك ایسپر د کرونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره بهر هيوادونو كښې تر 60 ورځو د امريكائي عسكرو د تګ راتګ مخنيوي احکامات جاری کړي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د پینټاګون چیف تيره ورځ ووئيل د دفاع محكمې دې اقدام سره ټوله نړۍ كښې به د امريكې عسكر متاثره شي۔ مارك ایسپر ووئيل دا احکامات د امریکې عسكرو، سویلین اهلکارو او د هغوي په كورنۍ لاګو دي۔ ده ووئيل د دې اقدام مقصد دا خبره باوري كول دي چې مونږ کرونا وائرس بيرته امریکې ته راوستل نه غواړو، نه نور د دې له امله متاثره كول غواړو او نه مونږ دا وائرس پھ پوځ كښې خپرول غواړو۔ ده ووئيل د دې اقدام سره به افغانستان څخه د امريكې عسكرو راستنيدو عمل هم اوځپلې شي۔