5م پاكستان سپر ليګ كښې نن دوه مېچونه كېږي

اسلام آباد ۔ 20 فروری (اے پی پی) 5 م پاكستان سپر ليګ كښې نن د جمعې په ورځ دوه مېچونه كېږي۔ اولنې مېچ به د كراچي كنګز او پشاور زلمی او دويم د لاهور قلندز او ملتان سلطانز ترمينځھ وي۔ د تفصیلات له مخې پاكستان سپر ليګ كښې د سختو مقابلو لړۍ كراچۍ كښې پېل شوې ده۔ د كرېكټ مينه وال به سختو مقابلو كتلو څخه خوند پورته كړي۔ په ليګ كښې به نن د جمعې په ورځ دوه مېچونه كېږي۔ اولنې مېچ به د كراچي كنګز او پشاور زلمي او دويم د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز ترمينځه وي۔ د كراچي كنګز مشري عماد وسيم ٬ د پشاور زلمي ډېرن سمي ٬ د لاهور قلندرز سهيل اختر او د ملتان سلطانز لوبډلې مشري به شان مسعود كوي۔ ليګ كښې شامل 6 لوبډلو كښې اسلام آباد یونائیټډ، کوئټه ګلېډی ایټرز، کراچی کنګز، لاهور قلندرز، پشاور زلمی او ملتان سلطانز شامل دې۔ ليګ كښې به د فائنل په شمول 34 مېچونه كولې شي۔ د ليګ 14 مېچونه به لاهور ٬ 9 كراچۍ ٬ 8 پنډۍ او 3 ملتان كښې كولې شي۔ اېچ بی اېل پی اېس اېل فائیو كښې به د 10 لکھ امریکائي ډالرو انعامونه وېشلې شي۔ د ليګ فائنل مېچ به د مارچ په 22 مه نېټه قذافی سټېډیم لاهور كښې كولې شي