27 فروری زمونږ لپاره د اعزاز ، زياړ او د ګټې ورځ ده، د بشري خواخوږۍ ترمخه د هند پائلوټ بيرته وركړې شوې

اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ چې هند كښې څنګه د پاکستان ستائنه كړې هغې سره د هند پاکستان د ترهه ګرۍ سره د تړلو هڅه ناكامه شوې او د وزیراعظم عمران خان بیانيه کامیابه شوې، هند پخپله لګولي د كركې په اوور كښې سوزي۔ د زيارت په ورځ نجی ټیلی ویژن چینل پروګرام كښې دې ووئيل د هند وزیراعظم نریندرمودی د انتها خوښۍ او متصبانه نسل پرستۍ سوچ سره لا مخ په وړاندې ځي ، 27 فروری زمونږ لپاره د اعزاز ، وياړ او د ګټې ورځ ده، د بشري خواخوږۍ ترمخه د هند پائلوټ بيرته وركړې شوې ، هند كښې په مسمانانو ظلم د نړۍ په وړاندې د هغوي جمهوریت خوښې مخ بې څنقابه كړې۔دې ووئيل قام چې د 27 فروری 2019 کوم مناظر كتلې هغه به عمر له ياد ساتلې شي۔ دې ووئيل څنګه چې زمونږ پائلوټ د هند الوتكه رانسكوره كړې او پبيا مونږ د انسانی همدردۍ ترمخه د هند پائلوټ بيرته وركړې دې سره مونږ امن له يوه بله موقع وركړې د