په ګهانا كښې په ټرافيكي پېښه كښې 9 كسان مړه او 51 ژوبل شوي دي

آكره 16 فروري (اے پي پي) په ګهانا كښې په ټرافيكي پېښه كښې 9 كسان مړه او 51 ژوبل شوي دي. د ځائي پوليسو له مخې دا پېښه د ګهانا په مونكرا ښار كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې تدفين لپاره سامان وړونكې ټرك چپه شو. د پوليسو له مخې په پېښه كښې 3 كسان په ټكي مړه شوي او 6 كسانو په روغتون كښې ساه وركړې. په ژوبل شويو كښې هم د يو شمېر حالت نازك ښودل شوے. پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.