په پي اېس اېل كښې به د ملتان سلطانز او د پېښور زلمي ترمېنځه مېچ د فرورې په 26مه نېټه كېږي.

پېنډې 23 فروری (اے پي پي﴾ په پاكستان سپر ليګ ﴿پي اېس اېل﴾ كښې به ﴿نن﴾ د ګل او ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ كوم مېچ نه كېږي. د ملتان سلطانز او د پېښور زلمي ترمېنځه مېچ به د فرورې په 26مه نېټه كېږي. د خبر له مخې په پي اېس اېل كښې د لوبو مقابلې روانې دي. په دې مېګا ايونټ كښې ﴿نن﴾ د ګل په ورځ او ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ كوم مېچ نېشته خو د فرورې په 26مه نېټه به د ملتان سلطانز او د پېښور زلمي ترمېنځه مېچ كېږي. دا به د ليګ اتم مېچ وي كوم به چې په ملتان كښې كېږي. د ليګ 27م مېچ به د فرورې په 27مه نېټه د اسلام آباد يونائيټډ او د كوئټه ګلېډي اېټرز ترمېنځه په پېنډې كښې كېږي.