په پاپوا نيو ګني كښې د 6.2 شدت زلزله راغلې

پاپوا نيو ګني 09 فروري (اے پي پي﴾ په پاپوا نيو ګني كښې د 6.2 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي دي. د امريكا جيالوجيكل سروے له مخې د اتوار په ورځ ماښام په څلور بجې د پاپوا نيو ګني په ختيځه سيمه كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي. په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 6.2 ريكارډ كړے شوے. په زلزله كښې د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده راغلې.