په هېټي كښې په يتيم خانه كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 13 ماشومان مړه شوي دي

پورټ اوپرنس 16 فروري (اے پي پي) په هېټي كښې په يتيم خانه كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 13 ماشومان مړه شوي دي. د هېټي خبر رسنې ادارې له مخې دا يتيم خانه د پايه تخت پورټ اوپرنس په كينسوف سيمه كښې ده چرته چې ناڅاپي اور ولګېدو او پكښې 13 ماشومان مړه او 13 ژوبل شول. وئيلي كېږي چې دا پېښه د موم بتې بلولو په وجه رامېنځ ته شوې.