په هندي رياست اترپردېش كښې ترافيكي پېښه ٬ 7 كسان مړه

نوې ډيلې ۔ 17 فروری (اے پی پی) د هند قطبي رياست اترپردېشن كښې د موټر او ټرك ترمينځھ د ټكر پېښې په نتيجه كښې 7 كسان مړه شوي۔ د ابلاغ نړيوالو ذريعو له مخې پوليس وئيلي دي دا پېښه تېره شپه اناؤ اولسوالۍ كښې په لكھنؤ آګره اېكسپرېس وے هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ګاډې د ټائر شلېدو له امله له بل اړخه راروان ټرك سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې په ګاډي اور ولګېد او 7 كسان په ځائې مړه شول