په نائجېريا كښې په شريكو عملياتو كښې 120 ترهګر وژل شوي دي

ابوجا 22 فروری (اے پي پي) په نائجېريا كښې د ملكي او فرانسوي ځواكونو په شريكو عملياتو كښې 120 ترهګرو وژل شوي دي. د غېر ملكي خبري اژانس له مخې د دې دواړو هېوادونو ځواكونو د مالي او بركينا فاسو په سرحدي سيمو كښې د ترهګرو په ضد عمليات كړي دي. د عملياتو په مهال 120 ترهګر وژل شوي دي او په لويه اندازه چاودېدونكي توكه او ګاډي ضبط كړې شوي دي.