په نائجېريا كښې د بوكوحرام په بريد كښې 30 كسان مړه شوي دي

ابوجا 16 فروري (اے پي پي) په نائجېريا كښې د بوكوحرام په بريد كښې 30 كسان مړه شوي دي. د ځائي مېډيا له مخې د بوكوحرام وسله والو شدت خوښو په شمالي كاتسنا ايالت كښې په دوه كليو بريد كړے او 30 كسان ئې وژلي دي. د راپور له مخې په وژل شويو كسانو كښې د زيات عمر مشران او ماشومان هم شامل دي. د يادونې وړ ده چې د روانې مياشتې په پېل كښې هم د بوكوحرام وسله والو په شمالي بورنو ايالت كښې په يو كلي بريد كړے و او پكښې 30 كسان وژل شوي وو.