په انډونېزيا كښې په درياب كښې څلور زده كوونكي ډبېدو سره مړه او 10 بې دركه شوي

جكارته 22 فروری (اے پي پي) په انډونېزيا كښې په درياب كښې څلور زده كوونكي ډبېدو سره مړه او 10 بې دركه شوي دي. د انډونېزيا چارواكو له مخې دا پېښه په سلېمان ضلع كښې رامېنځ ته شوې چرته چې 257 زده كوونكي د سكاٶټ له مخې د سېمبور درياب غاړې ته تللي وو. د چارواكو له مخې د درياب كچه ناڅاپي لوړه شوه او پكښې يو شمېر زده كوونكي ډوب شول.