په انډونېزيا كښې د سختو بارانونو نه پس د جكارته خوا او شا سيمې تر اوبو لاندې شوې

جكارته 25 فروري (اے پي پي) په انډونېزيا كښې د سختو بارانونو نه پس د پايه تخت جكارته خوا او شا سيمې تر اوبو لاندې راغلې خو تراوسه پكښې د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده تر لاسه شوې. د فرانس خبري اژانس له مخې د انډونېزيا چارواكو وئيلي دي د پايه تخت جكارته 81 سيمې د سختو بارانونو نه پس تر اوبو لاندې راغلې ، د برېښنا نظام ځپلې شوې او رابطه سړكونه بند پراته دي. دغسې د رېل ګاډو شېډول هم ځپلې شوې. ځينې سيمې تر 4 فټه په اوبو كښې ډوبې شوې دي.