پنډۍ ټېسټ ، پاکستان بنګله دېش ته يو اننګز او 44 رنز سره ماتې وركولو سره د دوه ټېسټ مېچونو په سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه كړه۔ نسيم شاه د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړې وګرځولې شو۔

پنډۍ ۔ 10 فروری (اے پی پی) پاکستانۍ كرېكټ لوبډلې په خپل اولني ټېسټ مېچ كښې بنګله دېش ته يو اننګز او 44 رنز سره ماتې وركولو سره د دوه ټېسټ مېچونو په سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه كړه۔د ټېسټ مېچ په څلورمه ورځ بنګله دېشۍ لوبډله په خپل دويم اننګز كښې په 168 رنز آؤټ شوه۔ نسيم شاه او ياسر شاه څلور كسان آؤټ كړل۔ نسیم شاہ د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړې وګرځولې شو۔ د ګل په ورځ پنډۍ كرېكټ سټېډيم كښې د ټېسټ مېچ په څلورمه ورځ بنګله دېش خپل دويم نېمګړې اننګز د 6 لوبغاړو آؤټ كېدو په سر 126 رنز څخه پېل كړو۔ د بنګله دېش ټوله لوبډله په 168 رنز آؤټ شوه۔ او دغسې يو اننګز او 44 رنز سره ماتې خوړلو سره مخ شوه۔ زلمي تېز باؤلر نسيم شاه د غوره باؤلنګ څرګندونه وكړه او د كېريئر اولنې هېټ ټرك كولو سره ئې 4 لوبغاړي آؤټ كړل۔ ياسر شاه څلور او شاهين آفريدي او محمد عباس يو يو وكټ ترلاسه كړو۔ نسيم شاه د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړې وګرځولې شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د بنګله دېش لوبډلې د اولني اننګز 233 رنز په ځواب كښې پاكستان 445 رنز جوړ كړې وو۔