پاكستان ډے هاكي ټورنامنټ به د مارچ په 22مه نېټه په پېنډې كښې پېل كېږي

پېنډې 26 فروری (اے پي پي) پاكستان ډے هاكي ټورنامنټ به د مارچ په 22مه نېټه په پېنډې كښې پېل كېږي. د پاكستان هاكي فېډرېشن غړي محمد ياسين اے پي پي ته ووئيل چې د پېنډې هاكي اېسوسي اېشن او د سپورټس ډيپارټمنټ تر سيوري لاندې دوره ورځنې هاكي ټورنامنټ به د مارچ په 22مه او 23مه نېټه په پېنډې كښې كېږي چې پكښې به د پېنډې او اسلام آباد 8 لوبډلې برخه اخلي. د ټورنامنټ فائنل به د مارچ په 23مه نېټه كېږي.