پاكستان او تركیه خپلو كښې سیاسی، دفاعی، تجارتی او د سرمایه كارۍ رابطې زياتوي

اسلام آباد 14 فروری (اے پی پی) د تركیې اولس مشر رجب طیب اردوان وئيلي دي تركیه هم د مشكلو حالاتو سره مخ وه ، په عزم او همت مونږ په خپلو ستونزو قابو موندلې، پاكستان او تركیه خپلو كښې سیاسی، دفاعی، تجارتی او د سرمایه كارۍ رابطې زياتول غواړي، زمونږ دوه اړخيزه تجارتی حجم د حقیقی صلاحیت څخه كم دے،په وړومبي پړاؤ كښې به دوه اړخيزه تجارت يو ارب ډالره او بيا 5 اربه ډالره ته رسولې شي۔ د تركيې كمپنۍ په پاكستان كښې د بنیادی ډھانچې په اړه د سرمایه كارۍ كولو خوښې لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پاك ترك بزنس فورم ته خطاب كښې وكړه۔ د تركیې اولس مشر ووئيل پاكستان زمونږ دويم كور دے او دلته په راتللو مونږ خوشحالېږو ۔ په ښه ميلمستياﺀ كولو د پاكستانی اولس مننه كوم۔ ده ووئيل اولس مشر ډاكټر عارف علوی سره تيره ورځ زما خبرې شوې او نن ما ته د قامی اسمبلۍ او سېنېټ غړو ته د خطاب موقع راكرې شوې ۔مونږ په اعلیٰ كچه خپله مرسته زياته كړې ده ۔ ده ووئېل بزنس فورم غونډه به زمونږ لپاره ګټه وره اوګرځي كومه كښې چې د بزنس كمیونټی نمائندګانو ګډون كولو۔ده ووئيل زمونږ اړيكې د اقتصادی شراكت څخه اوس سیاسی، تجارتی او د سرمایه كارۍ په رابطو بدلې شوي۔ هيله لرو چې پاكستانی قیادت سره شوي ملاقاتونه به دوه اړخيزه اړيكو له ګټه ور اوګرځي۔ ده ووئيل د اعلیٰ كچ دورو سره د دوه اړخيزه اړيكو نوې امكانات رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل د اعلیٰ كچ تذویراتی مرستې كونسل 6مه غونډه كېږي۔ مونږ له تجارتی اړيكې هغه ځاې ته رسولو ته اړتيا ده د كومې چې حق دار يو۔ ده ووئېل د پاكستان او تركیې شريك تجارتی حجم د خپل صلاحیت څخه كم دے۔ده ووئيل زه په په دې خوشحاله شوې يم چې د تركیې كمپنۍ په پاكستان كښې د توان ، تعمیرات او نورو څانګو په اړه سرمایه كاری كوي۔ د تركیې كمپنۍ د دفاع، صحت او نورو څانګو كښې پراخه تجربه لري۔ مونږ د تیل او ګاز څانګو كښې خپلې كمپنۍ د يو بل سره د كار كولو جوګه كولې شو۔ ده ووئيل تركیې په پاكستان كښې خپله سرمایه كاری زياته كړي۔ده ووئيل تركیه هم د سختو حالاتو سره مخ وه ۔ اولس مسر طيب اردوان ووئېل پاكستان كاروبار كښې آسانيو پيدا كولو له ګامونه پورته كوي۔ رجب طیب اردوان ووئيل د تركیې قرض 72 فیصده څخه 32 فیصده ته راوستلې شوې، عزم او همت سره مو په خپلو ستونزو قابو موندلې ۔ ده ووئيل مونږ په دې خوشحاله شوي يو چې چین پاكستان اقتصادی راهدارۍ په نتيجه كښې د پاكستان د توان مسئله حل شوې ۔ده ووئيل د توان او ټرانسمیشن لائنونو منصوبې مهمې ثابتيدې شي۔ دواړه هېوادونه د ټرانسپورټیشن، صحت، تعلیم او توان په اړه مرسته كوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعی څانګه كښې مرسته وده مومي۔ ده ووئيل مونږ ګورو چې د پاكستان اولس درملنې لپاره لويديزو هېوادونو ته ځي او مونږ پھ تركیه كښې جدید ټیكنالوجی روغتونونه جوړ كړي چرته چې ښه خذمات او د درملنې آسانۍ شته، په دې څانګه كښې هم مونږ د يو بل سره مرسته كولې شو۔ درملنې لپاره د نړۍ څخه وګړي تركیې ته راځي او د پاكستان اولس هم تركيې ته راتللې شي۔ ده ووئيل تركیې د سېلګرۍ په لړ كښې لوئ پرمختګ كړې او 2009ء نه تر 2018ء په مهال د تركیې دوره كوونكو سېلګرو شميره 13 ملیونه څخه 51 ملیونه ته رسيدلې ۔ده ووئيل تركیه كښې نيغ په نيغه غیر ملكی سرمایه كاری زياتيدو سره د بینكارۍ په اړه هم پرمختګ شوې ۔