يمن كښې د بنديوانو د تبادلې لوظنامه

عمان 17 فروري (اے پي پي) د يمن جنګ دواړه ډلې د بنديوانو تبادلې لپاره يو جامع لوظنامې ته سلا شوي دي ۔ دا اعلان په عمان كښې د څو ورځو راهسې د روانو خبرو اترو عمل نه پس ملګرو ملتونو او نړيوال تنظيم سر صليب لخوا پېل شوې ٬ په بيان كښې وئيلي شوي د بنديوانو فهرست به زر وړاندې كړې شي۔ د دې نه وړاندې د يمن حكومت او د حوثي ياغيانو ترمېنځه په كال 2018 كښې يوه دا ډول لوظنامه شوې وه خو په ھغې بشپړ عملدرآمد اونه كړې شو