وفاقي وزير فيصل واوډا د مور او پلار لخوا د خاص خوراك په درآمد د بندېز خاتمې په اړه د درخواست نوټس واخست

اسلام آباد 20 فروری (اے پی پی)د اوبو وسائلو وفاقي وزير فيصل واوډا وئېلي دي خاص شوده٬وړه او د وريژو پشمول خوراك د ماشومانو ژوند بچ كولو لپاره ضروري دے٬ د كوچنيانو خوراك پھ درآمد د بندېز ختمولو پرېكړه به د كابينې په غونډه كولې شي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د والدينو لخوا د خاص خوراك په درآمد د بندېز خاتمې په اړه د درخواست نوټس اخستو په مهال كړی۔ده ووئيل د رنځ ښكار كوچنيانو مور او پلار نه معلومات ترلاسه كړې شوي ۔فيصل واوډا ووئيل خاص شوده٬وړه او د وريژو پشمول خوراك د ماشومانو ژوند بچ كولو لپاره ضروري دے۔د كابينې په غونډه كښې به په دې معامله وزيراعظم عمران خان سره خاص خبره كوم۔ده ووئيل په ګرد هېواد كښې 56 كوچنيان د دې رنځ ښكار دي٬د مور او پلار پرېشاني تر مخه د ژوند بچ كونكې خوراك شتوالې به باوري كولې شي ۔(