وزير اعظم عمران خان په يوه ورځنۍ دوره قطر ته ورسېد

دوحه 27 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په يوه ورځنۍ دوره قطر ته رسېدلې ۔ وزير اعظم عمران خان به د قطر امير شېخ تميم بن جواد حمد الثاني سره ملاقات كوي۔ د ملاقات په مهال به په دوه اړخيزه اړيكو او د منطقې په صورتحال خبرې اترې كېږي۔ د وزيراعظم عمران خان دا د قطر دوېمه دوره ده۔ پاکستان او قطر نزدې٬ ملګري او په شريك باور آډانه اړيكې لري او دواړه هېوادونه په تجارت٬ دفاع او اولسي روابطو په توګه لا قوي اړيكې لريي۔د يادونې وړ ده د دې نه وړاندې د قطر شيخ امير تمېم بن جواد حمد الثاني تېر كال جون كښې پاكستان ته راغلې وه