وزيراعظم عمران خان په نور خان اېئر بېس د اولس مشر تود هركلے وكړو

APP74-13 ISLAMABAD: February 13 - Prime Minister Imran Khan receiving President of Turkey Recep Tayyip Erdogan upon arrival. APP

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان اسلام آباد ته رارسېدلے٬ وزيراعظم عمران خان په نور خان اېئر بېس د اولس مشر تود هركلے كړې۔ د زيارت په ورځ د تركيه اولس مشر چې كله نورخان اېئربېس ته راورسېد نو د پاك فضائي يوې چټك ډلې ورته سلامي وړاندې كړه۔ په دې موقع په روايتي لباس كښې موجود ماشومانو ګران مېلمه ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړې۔ په دې موقع د تركيه اولس مشر سره خپله كورودانې هم وه۔ د تركيه د اولس مشر رجب طيب اردوان د راتګ په موقع د كابينې ځينې غړي هم موجود ٶ۔ وزيراعظم عمران خان د تركيه اولس مشر سره خپله ګاډې چلولو سره وزيراعظم هاٶس ته راغلي