هند ٬ د مسافر بس او ټرك ترمينځھ د ټكر پېښه ٬ 20 كسان مړه ٬ 15 ژوبل

نوې ډيلې ۔ 20 فروری (اے پی پی) د هند تامل ناډو تېروپور ضلع كښې د مسافر بس او ټرك ترمينځھ د ټكر پېښې په نتيجه كښې 20 كسان مړه او 15 نور ژوبل شوي دي۔ د هند ابلاغ ذريعو له مخې مسافر بس د شورؤ او زيارت منځومانۍ شپه كښې د كرناټك رياست سر ښار بنګلور څخه كېراله رياست ايرناكولم ضلعې ته روان وو چې دغه مهال سحر 3 بجې د تامل ناډو په اوناشي سيمه كښې ټرك سره ټكر شو۔ د پېښې په نتيجه كښې د ټرك ډرائيور په شمول 20 كسان مړه او 15 نور ژوبل شول۔ ژوبل شوي كسان روغتون ته رسولې شوي دي۔ په بس كښې 48 مسافر ناست وو