هندي اقداماتو څخه د منطقې امن ته خطرې راپېښې دي

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د پاکستان د وسله والو ځواكونو وياند مېجر جنرال بابر افتخار خبردار كړې چې هندي اقداماتو څخه د منطقې امن ته خطرې ورپېښې دي، كه په منطقه كښې جنګ پېل شو نو د دې به د بې قابو كېدو نتيجې وي٬ د دوه اتومي طاقتونو ترمېنځه د جنګ به ناقابل تلافي زيان وي٬ مونږ هڅې كوٶ چې د امن لاره خپله كړو٬ مونږ هر وخت چمتو يو٬ هېواد به زيان رسېدو له ورنه كړو٬ د فرورۍ په27مه نيټه چې دښمن كوم سرپرائز وركول غوښتل خپله سرپرائز شول٬ هندي بيانونه په سنجيدګۍ اخلو٬ د هند په دفاعي تيارو مو نظر دے٬ د پاکستان دفاع مضبوطه ده، كه هند جارحيت وكړو نه بشپړه ځواب به وركوٶ٬ د کشمير كشاله اوس د هند او پاكستان كشاله نه ده پاتې بلكې دا اوس يوه نړيواله مسئله جوړه شوې ده٬ د كشمير مسئله اوس په بشپړه توګه د نړيوال پام مركز جوړ دې٬ ملګرو ملتونو يو ځل بيا د دې عزم پخلې كړې دې چې د كشمير مسئله د سلامتي كونسل د قرار دادونو له مخې حل كېدل پكار ده٬ د ردالفساد عملياتو درې كاله بشپړ شوې ٬ ترهګرو څخه مو 46 كلوميټره سيمه خالي كړې ده٬ مونږ د دې كاميابۍ لوے قيمت وركړې دې٬ 20 كاله راهسې قام او د پاكستان وسله والو ځواكونو د ترهګرۍ په ضد جنګ كړې۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر په ډائرېكټورېټ كښې ملكي او غېر ملكي ميډيا ته د 27 فرورۍ٬ د ردالفساد عملياتو او د مقبوضه كشمير په وضعه بريفنګ وركولو سره مېجر جنرال بابر افتخار ووئيل په 14مه فرورۍ كال 2019 هند د پلوامه پېښې نه پس غېر د كوم ثوبت نه بې ځايه تورونه ولګول خو ولې پاكستان د يو ذمه واره رياست په توګه د هر ډول تحقيق وړاندېز وكړو٬ د دې باوجود انتها خوښ هندي رياست د فرورۍ په 26مه شپه يوه بزدلانه هڅه وكړه٬ دښمن چې كوم سرپرائز وركول غوښتل خپله سرپرائز پاتې شو او پاكستان په 27مه فرورۍ په ورځ رڼا د دښمن دوه الوتكې رانسكورې كړې٬ مونږ د هند ونګ كمانډر ابھي نندن ونيولو او په دې وېره كښې دښمن خپله يوه چورلكه هم رانسكوره كړه۔ ده ووئيل وسله والو ځواكونو په 27مه فرورۍ نه يوزې د هېواد د پولو دفاع وكړه بلكې د دښمن عزائم ئې هم خاورې كړې٬ نننۍ ورځ د 47 نه تر اوسه د وطن د پولو په دفاع كښې ځانونه شهيدان كولو او د وطن د دفاع حفاظت كوٶنكي قام د غازيانو په نوم ده ۔ده ووئيل نننۍ ورځ مونږ لپاره د تشكر ورځ هم ده او د عزم ورځ هم ٬ د تشكر ورځ په اړه په نننۍ ورځ د پاكستان ځواكونو د قام د اعتماد له مخې كار كړې او د عزم ورځ په دې حقله چې عزت او وقار هېڅ قيمت نه لري٬ مونږ د خپل دښمن د هر سازش مخنيوي له ښه چمتو يو او د وطن دفاع لپاره هر وخت تيار يو۔ په كنټرول لائن د هندي ډزو په اړه ده ووئيل په لويديزه پوله د هند لخوا پرله پسې خطرې رامخې ته دي٬ كورني اړي ګړي څخه پام اخوا كولو لپاره چې هند كومه لوبه كوي د ھغې نه ښه خبر يو٬ د هند دا لوبه د منطقې امن لپاره سنګين خطر دې٬ سږ كال تر اوسه هند 84 زره د ډز بندۍ خلاف ورزۍ كړې دي چې پكښې زمونږ دوه وګړي شهيدان او 30 ژوبل شوې دي٬ هندي پوځ د سكول بې ګناه ماشومان هم نه بخښي٬ د 17 كالو په مهال په تېرو دوو كالو كښې په اېل او سي د ډز بندۍ د ټولو نه زياتې خلاف ورزۍ رېكارډ كړې شوې دي٬ پاك پوځ په اېل او سدي د هندي بريدونو بشپړه ځواب وركړې ٬ مونږ د يو پروفېشنل ځواك په توګه هندي ځواكونه په نښه كو۔ د مقبوضه کشمير په اړه خپلو خبرو كښې ده ووئيل په سيمه كښې هند د تېرو 207 ورځو راهسې په ځائي وګړو ژوند ګران كړې دې٬ د كشميريانو نسل كشي روانه ده او په ھغوي ظلمونه كېږي٬ د کشمير شخړه اوس د پاكستان او هند شخړه نه ده بلې اوس دا يوه نړيواله مسئله جوړه شوې ده ٬ د كشمير مسئله اوس په بشپړه توګه د نړيوال پام مركز جوړ شوې دې٬ ملګرو ملتونو يو ځل بيا د دې عزم پخلې كړې دې چې دا مسئله د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل كېدل پكار ده ٬ د کشمير مسئلې حل نه يوازې د پاكستان په مفادو كښې دې بلكې د قامي سلامتيا ضامن نه دې ٬ د کشميريانو د آزادۍ هلو ځلو لپاره مونږ كشمريانو سره ٶ٬ يو او تل به يو٬ پاکستان هر ډول تيار دې خو پرېكړه حكومت له كول دي٬ د كشمير مسئله په كوم ډول مخ په وړاند